کندهار کي د میانکو بند جوړ او رسماً پرانیستل شو

noor_admin
Thu, Sep 01 2022 10:41 PM
کندهار

د کندهار ښار نهمي ناحیې اړوند شمال ته د غرونو په منځ کښي د میانکو بند په بشپړه توګه جوړ او د پنجشنبې په ورځ سهار د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزیر الحاج ملا محمدیونس اخندزاده له لوري یې رسماً د پټۍ په پرېکولو سره پرانیستل شو. په یادو مراسمو کي د کندهار د کلیو د بیارغوني او پراختیا رئیس ملاعبدالجبار حکمت، د کندهار  د والي ځانګړي استازي حاجي قاري عبدالسلام عمري او یوشمېر نورو مسئولینو هم گډون درلود. د یاد بند تر پرانیستني وروسته د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزیر الحاج ملا محمدیونس آخندزاده لومړی په خپلو خبرو کي خوښي وښودله، چي د وزارت تر رهبرۍ لاندي یې د میانکو بند د جوړېدو ټولي چاري ترسره سوې او په خپلو خبرو کي یې وویل، د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره یې ادارې د کندهار ترڅنګ په ټولو ولایتونو کي خورا زیاتي پروژې عملي کړي او هم زیاتي پروژې تر لاس لاندي لري، چي په خبره یې اداره یې د بیارغوني په برخه کي شپه او ورځ هڅه کوي، ترڅو هیوادوالو ته اسانتیاوي رامنځته سي. تر هغه وروسته د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت اړوند او اوبو لګولو چارو سرپرست انجنیر اسدالله عمار د میانکو  د بند په اړه بشپړ معلومات شریک کړل، چي په خبره یې دا بند په یوه کال کي جوړ سو، ۱۹۵ متره اوږدوالی او ۱۰ متره لووړوالی لري، ټولي ورباندي ۱۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چي ۹۰ سلنه د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت له لوري ورکول سوې او لس سلنه بیا د سیمي اوسېدنکو پکښي ونډه اخیستې وه. انجنیر اسدالله عمار وویل، ددې بند په جوړېدو سره به اوس په یاده سیمه کي د سیلابونو مخنیوی وسي، تر مځکه لاندي اوبه به تغذیه سي، کوچیان او مالداران به خپل څاروي پر اوبه کوي او همدارنګه به د سیمي اوسېدونکو ته یوه ښه تفریح ځای برابر شي.

Latest news

Sat, Apr 12 2025 10:19 AM
Background image

244 Various Development Projects in Laghman Province Handed Over for Utilization

The Ministry of Rural Rehabilitation and Development has completed 244 development projects in the Alishing and Badpash districts of Laghman province, with an estimated cost of 278. . .

Sat, Apr 12 2025 10:12 AM
Background image

161 Various Development Projects Launched in Laghman Province

The Ministry of Rural Rehabilitation and Development has initiated 161 development projects in the Alingar district of Laghman province, with an estimated cost of approximately 295. . .

Wed, Mar 26 2025 9:29 AM
Background image

68 Development Projects Launched in Kapisa Province

The Ministry of Rural Rehabilitation and Development has initiated 68 development projects in the Tagab district of Kapisa province, with an estimated cost of approximately 120 million. . .

BACK TO NEWS