په ننګرهار کې۲۵۰ زده کونکو ته ښوونیز چاپېریال برابر شو.

mrrd-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۱ - ۱۴:۴۸
په ننګرهار کې۲۵۰ زده کونکو ته ښوونیز چاپېریال برابر شو.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقراء پروژې تر سیوري لاندې د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ څپرې کلي ښوونځي ته د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت وداني جوړه او د زده کونکو په واک کې ورکړل شوه چې ۶ ټولګي ،۱ اداري خونه، ۳ تشنابونه او د څښاک اوبو څاه لري.

د ښوونځي په ودانیزو چارو کې د سیمې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره ۲۲۳۸ کاري ورځې هم برابرې شوې. په چپرهار کې د ولسي تړون ملي پروګرام، اقراء پروژې له لارې ۴۱ ښوونځيو ته ودانۍ جوړیږي، چې د یادې ولسوالۍ ۹۵۰۰ زده کوونکي به ترې ګټه واخلي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر معرفي شو

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پربنسټ الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر په توګه ټاکل شوی وو، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

BACK TO NEWS