په هِلمند کې د ۴.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو څلور پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۴ - ۱۱:۱۵
هلمند

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د پروګرام له لوري د هِلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په حاجي ګل او وکیل سخي‌داد او د نهرسراج ولسوالۍ په سیدآباد او حاجي نذیر کلیو کې د (۴میلیونه او ۳۸۴زره او ۷۸۰) افغانیو په لګښت ، چې د یواِس‌ایډ/یونیسف ادارې لخوا ورکړل شوي، د څښلو د اوبو څلور پروژې بشپړې او د خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو پروژو کې د څلورو ژورو څاه‌ګانو کیندل، د څلورو زیرمو او احاطو جوړول، د اوبو رسونې د لمریز سیستم نصبول او د ۱۶ نل‌کو نصبول شامل وو.

ددغې پروژو په ترڅ کې د ځايي خلکو لپاره ۲۳۰۰ کاري ورځې رامنځته شوې او په بشپړیدو سره یې د شاوخوا ۲۵۰۰ خلکو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۴:۴۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه، د دواړو وزارتونو ترمنځ د لاسلیک شوي مخکیني ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک د تطبیق بهیر د ارزونې په موخه، د کلیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۷
Background image

په کندهار ولایت کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ په ماکوان خانزي کلي کې د څه باندې (۶،۱) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۳
Background image

په کونړ ولایت کې د اوبو رسولو دوې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کونړ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د پیچ درې ولسوالۍ  په درې ښار او توحید آباد کلیو کې د څه باندې (۷.۱) میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو د. . .

BACK TO NEWS