په ننګرهار کې د ۱.۹ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۹۳۰ متره اوږد کانال جوړ شو

mrrd-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۷ - ۱۱:۴۱
په ننګرهار کې د ۱.۹ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۹۳۰ متره اوږد کانال جوړ شو

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د څارنې، ساتنې او جوړونې لپاره د پراختيايي نغدي وجهې (MCCG) برنامې له لوري د ننګرهار ولایت د شينوارو ولسوالۍ اړوند د لال ګل کلي پراختيايي شورا لخوا د ۱.۹ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۹۳۰ متره کرنيز کانال چې ۳۸۰ متره سنګکاري او۱ متر جګوالې لرې بشپړشو.

یاد کانال ۴۰۰ جريبه کرنيزه ځمکه خړوبوي او ۳۲۰ کورنۍ ترې ګټه اخلي چې د دې پروژې په ترڅ کې ځایي ۳۲۴۰ تنو تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره کاري ورځې هم برابری شوې.

د يادونې وړ ده، چې په شینوارو ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام د څارنې، ساتنې او جوړونې لپاره د پراختيايي نغدي وجهې ( MCCG) برنامې له لوري په بېلابېلو سکټورونو کې ۹۵ پروژې منظور شوي، چې د يو شمېر هغو رغنیزې چارې بشپړې او پاتې نورې به يې په نږدې راتلونکي کې تکمیل او ګټه اخيستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر معرفي شو

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پربنسټ الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر په توګه ټاکل شوی وو، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

BACK TO NEWS