په ننګرهار کې د اوبو رسولو د یوې شبکې کار نږدې پای ته رسیدلی

Ehsan_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۷ - ۱۰:۴۸
ننگرهار

د ننګرهار کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست د انجینري ټیم د مهمندرې ولسوالۍ هزار ناو سیمه کې د اوبو رسولو د یوې شبکې لیدنه او څارنه وکړه او اړوندې شورا ته یې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
د اوبو رسولو دغه شبکه د کلیو پراختیا ریاست ترچترلاندې UNICEF په مالي مرسته د کوار موسسې لخوا جوړیږي چې د ۱۲۰ مترو په ژوروالي سره یوه څاه اود ۱۵۰۰۰ لیترو په ظرفیت سره د اوبو یوه ذخیره لري ددې شبکې د جوړیدو چارې په سلو کې ۹۸ بشپړې شوي او ډیر ژر به ګټی اخیستنې ته چمتوشي.
دا شبکه به ۲۸۰ کورنیو ته د څښاک پاکې او صحي اوبه برابرې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS