په میدان وردګو کې د ۲میلیونو افغانیو په ارزښت شا او خوا ١٩٠ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۱۰:۵۶
په میدان وردګو کې د ۲میلیونو افغانیو په ارزښت شا او خوا ١٩٠ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ملي پروګرام له لوري د میدان وردګو ولایت د میدان ښار اړوند په کوډګي امرخیل او د نرخ ولسوالۍ په لوی شاکابل سیمو کې د ۲میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۹۰ کورنیو ته د څښاک د پاکو اوبو رسولو یوه شبکه او یوه حلقه څاه تر بشپړې څارنې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

دا پروژې په داسې مهال کې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي، چې تر دې وړاندې د یادو سیمو لسګونو کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته یې بشپړ لاس رسی نه درلود او یا یې د اړتیا وړ پاکې اوبه له لرې پرتو کلیو څخه راوړلې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر معرفي شو

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پربنسټ الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر په توګه ټاکل شوی وو، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

BACK TO NEWS