په فاریاب ولایت کې د څه باندې ۳.۷ ملیونه افغانیو په ارزښت د څښاک د پاکو اوبو د تصفیې د دستګاه نصبولو کار روان دی

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۶ - ۱۰:۵۰
فاریاب

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د څه باندې ۳.۷ ملیونه افغانیو په ارزښت د څښاک د پاکو اوبو د تصفیې د یوې دستګاه د نصبولو کار د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ د خیرخواه پراختیایي شورا لخوا روان دی. د څښاک د پاکو اوبو د تصفیې د دغې دستګاه ظرفیت ۱۰۰۰ لیتره دی چې د ۲۰ او ۱۶ مترو مکعبه په ظرفیت د اوبو ۲ زیرمې لري. په نوموړې پروژه کې د اوبو د یوې څاه کیندل هم په پام کې دي او د بشپړیدو وروسته به د خیرخواه کلي ۲۵۰ کورنۍ او د نږدې کلیو اوسیدونکي د اوبو د تصفیې د یادې دستګاه له پاکو اوبو څخه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۴:۴۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه، د دواړو وزارتونو ترمنځ د لاسلیک شوي مخکیني ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک د تطبیق بهیر د ارزونې په موخه، د کلیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۷
Background image

په کندهار ولایت کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ په ماکوان خانزي کلي کې د څه باندې (۶،۱) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۳
Background image

په کونړ ولایت کې د اوبو رسولو دوې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کونړ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د پیچ درې ولسوالۍ  په درې ښار او توحید آباد کلیو کې د څه باندې (۷.۱) میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو د. . .

BACK TO NEWS