د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست بامیانو ولایت ته سفر وکړ

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۸:۴۶
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست الحاج ملا محمد یونس اخندزاده د یاد وزارت د تدارکاتو رئیس مولوې فضل الرحمن عاصم او د نظارت او ارزیابۍ رئیس مولوي عبدالغفار اخندزاده په ملتیا سره بامیانو ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه یاد ولایت د مقام د غونډو په تالار کې له والي مولوي عبداللّٰه سرحدي، د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس ملا ضیاءاللّٰه خادم، علماء کرامو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د بامیانو ولایت والي مولوي عبداللّٰه سرحدی محترم وزیر صاحب او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل

چې د بامیانو لرو پرتو او د خدماتو څخه محرومو سیمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د عادلانه پروژو د پلي کیدو څخه ستاینه وکړه کوم چې په تیرو (۲۰) کلونو کې ورته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.

ورپسې د بامیانو ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس 

محترم وزیر صاحب ته د یاد ریاست د لاسته راوړنو په هکله معلومات ورکړل

نوموړي وويل: په تیرو دوو کلونو کې په بامیانو ولایت کې د څه باندي (۲۱۰) کوچنیو او لویو پراختیايي پروژو له جملې څخه چې پکې د سړکونو، د اوبو رسولو شبکې، د کرنیزو اوبو د کانالونو، د پلچکونو او استنادي دیوالونو جوړول او ترمیم شامل دي چې (۱۱۰) پروژې يې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او پاتې نورې پروژې د تطبیق په حال کې دي.

په همدې حال کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده د بامیانو ولایت د والي او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس د هلو ځلو قدردانی وکړ او ویې ویل: د افغانستان خلک چې (۴۰) کاله يې په جګړو او ویجاړیو کې تیر کړي اوس د هېواد د سوکالۍ او ابادۍ وخت رارسیدلی دی تر څو دا هېواد پرمختګ وکړي.

 د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې څرګنده کړه چې هڅه کوي ترڅو د بامیانو محرومو او لرې پرتو سیمو کې لا زیاتې پراختیايي پروژې پلې کړي او د خلکو د اوبو د کمښت ستونزې هوارې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر خوست ولایت ته سفر وکړ

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او ورسره مل پلاوي خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د علماء کرامو ،نظامي او ملکي مجاهدینو سپین ږیرو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۲۰:۳۶
Background image

په کابل ولایت کې د اوبو رسولو یوه شبکه او د اوبو تصفیه خانه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري او د یونیسف دفتر په مالي مرسته د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په تبه خان او فقیر آباد کلیو کې د (۵۱۸۷۱۸) امریکايې ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۹:۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د علماوو لپاره فقهي مجلس افتتاحیه غونډه وسوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ارشاد او دعوت ریاست په تالار کې نن د یوې غونډې په ترڅ کې رسما د يوې مکتبې د افتتاح او د علماوو لپاره فقيه مجلس پيل شو 

په دې غونډه کې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS