د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د نړیوال خوراکي پروګرام د اجرائیوي رئیس له مرستیال سره وکتل
د کلیو دبیارغوني او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نړیوال خوراکي پروګرام د اجرائیوي رئیس له مرستیال ښاغلي کارل سکاو ، په افغانستان کي د خوړو نړیوال سازمان له رئیسې آغلې شا ويلي او مل پلاوي سره وکتل .
د یادي ليدنې په پیل کې په افغانستان کې د نړیوال خوراکي پروګرام د اجرائیوي رئیس مرستیال ښاغلي کارل سکاو د (WFP) د فعالیتونو او کارې پلانونو په اړه د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیرصاحب ته معلومات ورکړل او خپلې شته ستونزې یي له وزیر صاحب سره شریکې کړې.
ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، له افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کې د خوړو نړیوال پروګرام هڅي د ستایلو وړ دي. ښاغلي وزیر صاحب همداراز وویل چې د مرستو په ویش کې د پوره شفافیت څخه کار واخلئ او نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه چې اسلامې امارت د داخلي او خارجي مؤسساتو او انجوګانو د فعالیت د انسجام چارو د سمون طرزالعمل لري، چې د یاد طرزالعمل له مخې يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ پر لا زیاتو همغږیو ټینګار وشو.
