د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر د کونړ والي سره په لیدنه کې د یاد ولایت د خلکو ستونزې واوریدې
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي نن پنج شنبه د کونړ والي محمد اقبال سعید سره د یاد ولایت د خلکو ستونزو د اوریدو په موخه ولیدل.
د لیدنې په پیل کې کونړ والي د وزارت د پرمختیایي پروژو له تطبیق خوښي څرګنده کړه او ورپسې یې د لارو جوړولو، د ملي دسترخوان په نورو سېمو کې د پیل، د څښاک او کرنیزو ځمکو د اوبو کولو د پروژو غوښتنې شریکې کړې.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل، په کونړ کې به د پرمختیایي پروژو تطبیق ته ځانګړې پاملرنه کیږي او د پروژو کیفیت او انډولیزتوب د وزارت لومړیتوب دی.
د یادونې وړ ده، چې په کونړ کې ۲۴۷ کلیو کې نېږدې ۴۰ زره کورنیو ته د ملي دسترخوان پروګرام له لوري د خوراکي توکو کڅوړې ویشل شوې دي.
