د کلیو بیارغوني او پراختیا وزیر له خپلو همکارانو سره خدای په اماني وکړه

mrrd-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۰ - ۱۵:۲۹
د کلیو بیارغوني او پراختیا وزیر له خپلو همکارانو سره خدای په اماني وکړه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي نن له خپلو همکارانو سره خداي پاماني وکړه.

د خدای په امانۍ په ‏مراسمو کې چې وزارت معیننانو، د پروګرامونو رئیسانو او کارکوونکو برخه اخېستې وه، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو معین پوپل حبیبي او مالي او ادارې معین معراج الدین شمس وویل، چې د وزیر ‏صاحب مدیریت بریالی و او په خپله نېږدې څلور کالنه دوره کې یې وزارت او ولسونو ته د پام وړ خدمات ورسول.

ښاغلي کریمي وویل، زمونږ هدف د هېواد او خلکو خدمت کول دي او همدې سپیڅلي هدف ته به له بېلابیلو لارو څخه ادامه ‏ورکوو.‏

د یادونې وړ ده، چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر تازه د جلالتمآب جمهور رئیس په فرمان په زېربنايي او پرمحتیایي چارو کې د ولسمشر ستر ‏سلاکار ټاکل شوی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر معرفي شو

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پربنسټ الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر په توګه ټاکل شوی وو، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

BACK TO NEWS