د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۶:۳۴
1

د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ په تخت شاه کلي کې د اوبو رسولو یوه شبکه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال محترم مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د دانیدا دفتر په مالي مرسته او د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د (6191510) افغانیو په لګښت پلې او بشپړه شوه.

په یاده شبکه کې د (6912) مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د ( 180) متر په عمق سره د یوې ژورې څاه کیندل، د ( 40 ) متر مکعب په وړتیا سره د اوبو د یوې ذخیرې جوړول، د ( 23 ) سولر تختو او (153) عدد شیردهنونو نښلول شامل دي چې په بشپړیدو سره يې د نوموړو کلیو (223) کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.

د یادې شبکې په پرانیست غونډه کې د کابل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد یونس حنفي، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس او ویاند ملا نورالهادي عادل، د ده سبز ولسوال، د تمویل او پلې کوونکو مؤسسو مسؤولینو، د ده سبز ولسوالۍ مخورو او اوسیدونکو ګډون کړي وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS