د وزارت د معینانو ژوندلیک

د وزارت د پروګرامونو معین ‏ژوند لیک

Popal habibi

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو معین ‏پوپل حبیبي په۱۹۷۷ زیږدیز کال کې په ننګرهار ولایت کې دې ‏نړۍ ته سترګې غړولې دي او خپلې لومړنۍ زده کړې يې ‏هم په یاد ولایت کې بشپړې کړې دي.‏

ښاغلی حبیبي د هېواد د رغښت او هېوادوالو د سوکالۍ ‏لپاره د حکومتي او نړیوالو ادارو سره د هېواد دننه او بهر د کار کولو د ۱۵ کلونو څخه ډيره مسلکي او ‏تخنیکي مخینه لري.‏

پوپل حبیبي د امریکا له معتبر پوهنتون (‏Future ‎Generation ‎‏) ‏‎ ‎‏ څخه د ټولنې د پرمختیا په برخه کې ‏ماسټري اخېستې، بله ماسټري یې د پاکستان (‏Preston ‎University‏) څخه د عمومي ادارې او تجارت په برخه ‏کې اخېستې ده او د ننګرهار له پوهنتون څخه د معالجوي ‏طب په برخه کې سند لري.‏

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو له ‏معیینت وړاندې یې د افغانستان د سولې د مذاکراتي ټيم سره ‏د تخنیکي مشاور، د سولې د هوکړه لیک د ګډ کمیسیون ‏اجرائوي رئیس او د سولې په عالي شورا کې د عملیاتي ‏رئيس او د همدې شورا د اجرائوي دارالانشا د سرپرست ‏په توګه دندې ترسره کړې دي.‏

همدارنګه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو ‏معین له بېلابیلو نړیوالو ادارو سره مدیریتي دندې ترسره ‏کړي، د بیلګې په توګه ښاغلي پوپل حبیبي د متحدو ایالتونو ‏د سولې په انسېټیوټ کې د افغانستان د بودېجې د مسوول په ‏توګه، د(‏GIZ‏) له موسسې سره د پلان، څارنې او ارزونې د ‏مسوول په توګه او د (‏IRC‏) له موسسې سره د ارزونې د ‏مسوول په توګه مسلکي او تخنیکې دندې مخته وړې دي.‏

ښاغلي پوپل حبیبي په امریکا، تایلینډ، هالینډ او پاکستان ‏هېوادونو کې د پروژو د مدیریت، رهبرۍ، د ټولنې د ‏پرمختیا او عامه اړیکو په برخه کې په ګڼو روزنیزو ‏پروګرامونو کې برخه اخېستې ده.‏