د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس د یو لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ د ا.ا.ا د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده سره وکتل

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۱۰:۱۶
1

د دغه پلاوي مشر ښاغلي مارټین چې ورسره د «Care» نړیوال خیریه بنسټ عمومي منشي سوفیا سپریچمن، د یونیسف اجرائیه ریاست مرستیال عمر عبدي، د «Save the children»  مؤسسې رئیسه جانتي سوریپتو ملتیا کوله، د افغانستان له فعلي امنیت څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د ښه امنیت له کبله موږ توانېدلي یو چې خپلې مرستې د هیواد تر ګوټ ګوټ ورسوو، نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کي د ځيني تشويشونو يادونه هم وکړه چې له جملې څخه يې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت له خوا په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي مؤسسو کې د ميرمنو د کار اړوند د فرمان په اړه وو.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا  وزارت سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال او لوړ رتبه پلاوې ته د ښه راغلاست او د ملګرو ملتونو د دوامدرو مرستو څخه د مننې ترڅنګ وویل: تاسو ته پکار ده چې د افغانستان اسلامي امارت په ساختار ځان پوه کړئ ، هر وزارت او هره اداره پاليسې سازه نه وي، د اسلامي امارت پاليسې يوه ده  او د اسلامي امارت هر فرمان د شریعت په چوکاټ کې د مشرتابه له لوري صادريږي.

همدرانګه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د نوموړو ستونزې واوریدې دوی ته يې په کاري بهیر کې د داسې مناسبو حل لارو د برابرولو ډاډ ورکړ چې اسلامي اساسات او افغاني عنعنات یې ایجاب کړای شي.

نوموړي زياته کړه: يوه يادونه چي ضروري بولم هغه داده ، چي تاسو بايد بشري مرستو ته تر سياسي موضوعاتو تړاو ورنکړئ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازي او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازي ډاکټر تاج الدین  او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د (UNDP) دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د (UNDP) دفتر له رئیس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د (UNDP. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۴۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د آغاخان دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د آغاخان دفتر له رئیس ډاکټر نجم الدین نجم او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل. . .

BACK TO NEWS