د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس د یو لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ د ا.ا.ا د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده سره وکتل

د دغه پلاوي مشر ښاغلي مارټین چې ورسره د «Care» نړیوال خیریه بنسټ عمومي منشي سوفیا سپریچمن، د یونیسف اجرائیه ریاست مرستیال عمر عبدي، د «Save the children» مؤسسې رئیسه جانتي سوریپتو ملتیا کوله، د افغانستان له فعلي امنیت څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د ښه امنیت له کبله موږ توانېدلي یو چې خپلې مرستې د هیواد تر ګوټ ګوټ ورسوو، نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کي د ځيني تشويشونو يادونه هم وکړه چې له جملې څخه يې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت له خوا په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي مؤسسو کې د ميرمنو د کار اړوند د فرمان په اړه وو.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال او لوړ رتبه پلاوې ته د ښه راغلاست او د ملګرو ملتونو د دوامدرو مرستو څخه د مننې ترڅنګ وویل: تاسو ته پکار ده چې د افغانستان اسلامي امارت په ساختار ځان پوه کړئ ، هر وزارت او هره اداره پاليسې سازه نه وي، د اسلامي امارت پاليسې يوه ده او د اسلامي امارت هر فرمان د شریعت په چوکاټ کې د مشرتابه له لوري صادريږي.
همدرانګه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د نوموړو ستونزې واوریدې دوی ته يې په کاري بهیر کې د داسې مناسبو حل لارو د برابرولو ډاډ ورکړ چې اسلامي اساسات او افغاني عنعنات یې ایجاب کړای شي.
نوموړي زياته کړه: يوه يادونه چي ضروري بولم هغه داده ، چي تاسو بايد بشري مرستو ته تر سياسي موضوعاتو تړاو ورنکړئ.