د کابل ولایت په خاکجبار ولسوالۍ کې د دوو پراختیايي پروژوچارې پیل شوې
د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ په ګل قلعه او زندان کلیو کې دوې پراختیايي پروژې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې او د کابل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندي او د اکتد مؤسسې په مالې ملاتړ جوړیږي، چې د ياد وزارت اداري او مالي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم او د یاد ریاست غړو له خوا پرانیستل شوې.
لومړۍ پروژه چې د يادي ولسوالۍ په ګل قلعه کلي کې د 332930 افغانیو په لګښت سره پیل شوه، په یاده پروژه کې د کانال پاکولو او د سړک د جغل اچول او هوارول شامل دي چې 960 متره اوږدوالی لري او په بشپړیدو سره به يې 200 جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي. د یادې پروژې په پلي کیدو سره د سیمې 47 تنو اوسیدونکو لپاره 808 کاري ورځې رامنځته شوې او د نوموړي کلي 57 کورنۍ به ورڅخه برخمنې شي.
دویمه پروژه د خاکجبار ولسوالۍ په زندان کلي کې د 9100701 افغانیو په لګښت سره پیل شوه. په یاده پروژه کې د 150 مترو په اوږدوالي سره د کانال پاکول، د 505 مترو په اوږدوالي سره د کاریز پاک کاري، د 5099 متره په ظرفیت سره د څلورو زراعتي ذخیرو پاکول شامل دي چې 150 متره کرنیزه ځمکه خړوبوي. د نوموړې پروژې چې په پلي کیدو سره يې 106 کسانو ته 805 کاري ورځې رامنځته شوې او 132 کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.