د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت نوي نوماند او سرپرست وزیر حیات الله حیات په کار پیل وکړ
د چارو ادارې د لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي او د ولسي جرګې د یو شمېر غړو لخوا نن رسمآ حیات الله حیات د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه د ادارې کارکوونکو ته وروپیژندل شو.
د چارو ادارې لوي رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له پخواني وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي څخه مننه وکړه، چې د جلالتماب جمهور رئیس ټولې سپارښتنې یې پلې کړې دي او د دې ترڅنګ یې زیاته کړه، چې حیات صاحب له کلونو را هیسې د ولس په منځ کې پاتې شوی، د ولس په نفس اګاه، ټولنې او هیواد ته ژمن انسان دی او په انډولیزه بڼه به په ټول هېواد کې پرمختیایي پروژې پلې کړي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا سرپرست او نوماند وزیر حیات الله حیات د جلالتماب جمهور رئیس له باور مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې په ټول توان به هڅې کوي، چې د هېوادوالو ستونزو ته په دې سخت حالت کې ځان ورسوي.
نوموړي د پخواني وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د هڅو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د غربت کچې د کمښت، انډولیزې پرمختیا او کاري فرصتونو د ایجاد په برخه کې به هڅې لا ډېرې کړي.