د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت نوي نوماند او ‏سرپرست وزیر حیات الله حیات په کار پیل وکړ

mrrd-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۱ - ۹:۵۷
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت نوي نوماند او ‏سرپرست وزیر حیات الله حیات په کار پیل وکړ

د چارو ادارې د لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي او ‏د ولسي جرګې د یو شمېر غړو لخوا نن رسمآ حیات الله ‏حیات د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست او ‏نوماند وزیر په توګه د ادارې کارکوونکو ته وروپیژندل ‏شو.‏

د چارو ادارې لوي رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د ‏کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له پخواني وزیر ‏پوهندوی مجیب الرحمن کریمي څخه مننه وکړه، چې د ‏جلالتماب جمهور رئیس ټولې سپارښتنې یې ‏‎ ‎پلې کړې ‏دي او د دې ترڅنګ یې زیاته کړه، چې حیات صاحب ‏له کلونو را هیسې د ولس په منځ کې پاتې شوی، د ‏ولس په نفس اګاه، ټولنې او هیواد ته ژمن انسان دی‎ ‎‏ او ‏په انډولیزه بڼه به په ټول هېواد کې پرمختیایي پروژې ‏پلې کړي.‏

د کلیو بیارغونې او پراختیا سرپرست او نوماند وزیر حیات الله حیات د جلالتماب جمهور رئیس له باور مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې په ټول توان به هڅې کوي، چې د هېوادوالو ستونزو ته په دې سخت حالت کې ځان ورسوي.

نوموړي د پخواني وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د هڅو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د غربت کچې د کمښت، انډولیزې پرمختیا او کاري فرصتونو د ایجاد په برخه کې به هڅې لا ډېرې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۱۵:۲۲
Background image

په ننګرهار کې د ٢٩٦ متره استنادي دیوال چارې روانې دي

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه اییزی همغږۍ پروګرام(Regional Program) له لوري د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ لوخۍ کلي کې د ٨.٦ میلونه افغانیو په لګښت د ٢٩٦ متره استنادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۱۵:۲۰
Background image

په پکتیکا کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښلو د اوبو د یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې ملي پروګرام له لوري د پکتیکا ولایت د زرغون شهر ولسوالۍ په بلوخېلو کلي کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۱۵:۱۸
Background image

په میدان وردګ کې د ١.٨ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو یو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ په موسی خیلو کلي کې د ١.٨ میلیونو افغانیو په ارزښت د کرنیزو ځمکو خړوبولو په موخه د. . .

BACK TO NEWS