په غور ولایت کې د ۸۰۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظالصحې د پروګرام له لوري د غور ولایت د فېروزکوه ولسوالۍ په مدرسه او دهن جرمتون کلیو کې د اوبو رسولو دوې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې چې ورسره د ۸۰۰ کورنیو او دوو جوماتونو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
د اوبو رسولو په یادو شویو دوو شبکو باندې مجموعاً ۱۲.۷ میلیونه افغانۍ لګښت وشو چې د افغانستان د حکومت له بودجې څخه ورکړل شوې.
د اوبو رسولو لومړۍ شبکه چې په مدرسه کلي کې جوړه شوه، کښښي شبکه ده او شاوخوا ۱۷،۸ کلیومتره اوږدوالي لري او دویمه یوه چې د برېښنا د انرژۍ پر مټ کار کوي، ۳،۴ کلیومتره اوږدوالي لري او په «دهن جرمتون» کلي کې جوړه او د خلکو ګټنې ته وسپارل شوه.