د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر له خوا په کندهار ولایت کې (۵۲۰۰) متره استنادي دیوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۸:۳۲
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کندهار ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د (۷۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۵۲۰۰) مترو په اوږدوالي استنادي دیوال د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د علماوو شورا رئیس مولوي محمد ادریس صاحب، د ولسوالۍ قومندان ملا محمد هاشم محمود، د سپین بولدک ولسوال مولوي رحیم الله محمود، یو شمیر نورو مسولینو او د سیمې اوسیدونکو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر خپله ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: اسلامي امارت هغو پروژو ته لومړیتوب ورکوي چې زموږ هیواد خود کیفا کوي.

دا پروژه په بیت المال جوړه سوي او پلي شوي ده چې تاسو یې باید ښه ساتنه وکړی.

دغه استنادي دیوال د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له بودیجې څخه د سپین بولدک ولسوالۍ په ترکزي، کڅی، سوزاده خیل،قاضیانو او ګلان کلیو کې پلي شوی.

د یاد استنادي دیوال په بشپړیدو سره رود خپل مسیر ته واړول شو او د نوموړې ولسوالۍ د اوسیدونکو سلګونه هکټاره کرنیزه ځمکه او د استوګني کورونه د سیلابونو او موسمي بارانونو له خطر څخه خوندي شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۸:۳۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال معرفي شو

ملا نثاراحمد نصرت چې د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو د مرستیال په توګه ټاکل شوی وو نن. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت سرپرست وزیر غور ولايت ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت سرپرست وزير الحاج ملا محمد يونس اخندزاده او مل پلاوي غور ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له رئیس او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۸:۳۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر له خوا په کندهار ولایت کې (۵۲۰۰) متره استنادي دیوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کندهار ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د (۷۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۵۲۰۰) مترو په اوږدوالي استنادي دیوال د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې. . .

BACK TO NEWS