د ۳۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۵ پرمختیايي پروژو  هوکړه لیکونه  لاسلیک شول

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۴ - ۱۱:۳۴
کنفرانس

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د یکشنبې پر ورځ (د تلې ۱۴مه) د ۹ ولایتونو لپاره د ۳۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۵ پرمختیايي پروژو د پلي کیدا هوکړه لیکونه  له یو شمیر سیمیزو پرمختیايي شوراګانو او خصوصي شرکتونو سره لاسلیک کړل.
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمې، هغې غونډې ته چې د یاد وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه وویل (( دا پروژې څه باندې ۳۴۲ میلیونه افغانۍ ارزښت لري او په ۹ ولایتونو بادغیس، بلخ، کابل، خوست، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا او پروان کې پلې کیږي))
ښاغلي کریمي وویل چې، استنادي ، ګبیون ډوله او بولدري دیوالونه ، سولر پمپونه، د اوبه خور کانلونه، سربندونه او سړکونه جوړول چې کلي به د خرڅلاو له مارکیټونو سره تړي له دې پروژو دي.
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر وویل چې له دې پروژو په ۳۲ پروژو کې یې خلک هم ۱۰ سلنه ونډه لري چې هغوی د دغو پروژو د مالکیت احساس وکړي او د مسولیت مننې حس یې پیاوړی شي.
ښاغلي کریمي زیاته کړه (( له یادو پروژو ۶ یې د ایټالیا هیواد له لوري او یوه پروژه د هند له لوري تمویلیږي او ۶ نورې یې چې د اوبو رسونې لپاره سولر پمپونه هم په کې شامل دي د کوچیانو لپاره په پام کې نیول شوې دي))
باید ووایو چې ددې پروژو په پلي کیدا سره به ۸۳۵۸۰ کاري ورځې رامنځ ته شي او نږې ۷۶ زره کلیوال وګړي به له دې پروژو ګټه واخلي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د ۲۶۴۷ ښوونځيو د جوړولو چارې روانې دي

د هېواد جمهور رئیس محمد اشرف غني په ځانکړې سپارښتنه  د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت ژمن دی چې په ۲ کلونو کې د افغانستان په  ټولو  ولایتونو کې د ۶۰۰۰ ښوونځيو لپاره  ودانۍ جوړې کړي، دا. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۱۰:۱۵
Background image

په کندهار کې د ۶۳۵ زره افغانیو په ارزښت د اوبو رسونې یوه شبکه جوړه شوه

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ملي پیوستون پروګرام له لوري د کندهار د تخته پل ولسوالۍ په عبدالحبیب کلي کې د ۶۳۵ زره افغانیو په لګښت د ۱۰ زره لیټرو په ظرفیت د څښاک د اوبو رسونې یوه. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۱۰:۱۳
Background image

په کندهار کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کرنیز کانال کار روان دی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له لوري د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په حاجي عبیدالله کلي کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د یوه کرنیز کانال کار روان. . .

BACK TO NEWS