د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر پکتیکا ولایت ته سفر وکړ
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او ورسره مل پلاوي پکتیکا ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له چارو څخه لیدنه وکړه.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د یاد ریاست د کارکوونکو شته ستونزې او غوښتنې له نږدې واوریدې او د ریاست له کارکوونکو څخه یې غوښتنه وکړه چې ورسپارل شویو مسؤلیتونو ته ژمن پاتې شي.
ښاغلي اخندزاده صاحب د پراختیايي پروژو د پلي کولو په برخه کې د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي خان محمد احمد د هلو ځلو قدرداني وکړ او ژمنه يې وکړه چې د پکتیکا ولایت د ولسونو ستونزو ته به پر وخت رسیدنه کیږي.