د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت کې د سولري تختو د کیفیت د ازمایښت لابراتوار پرانیستل شو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اوبو رسولو پروژو کې د سولري سیستمونو د کیفیت، تخنیکي معیارونو او اعتبار د ډاډمنولو په موخه، د سولري تختو د کیفیت د ازمایښت لابراتوار نن د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم په شتون کې د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبد اللطیف منصور صاحب له خوا په رسمي ډول پرانیستل شو.
په دې لابراتوار کې د ږلۍ د اغېزو پر وړاندې د مقاومت ازمایښت (Hail Impact Test)، د الکترو لومینسنس ازمایښت (Electroluminescence Test)، د جریان او ولتاژ د منحني ازمایښت (I-V Curve Test)، د لندبل په شرایطو کې د برېښنايي لیکج ازمایښت (Wet Leakage Test) او د برېښنايي عایق د مقاومت ازمایښت (Insulation Resistance Test) ترسره کېږي.
د دغو ازمایښتونو له لارې به د سولري تختو فزیکي مقاومت، داخلي نیمګړتیاوې، برېښنايي فعالیت او د عایق تخنیکي خوندیتوب وارزول شي، څو د کلیوالي اوبو رسولو پروژو لپاره د معیاري او باکیفیته سولري تختو د انتخاب او کارونې زمینه برابره شي.
د دغه لابراتوار فعالېدل به د سولري تجهیزاتو د کیفیت ارزونې بهیر له شفافیت، تخنیکي معیارونو او عادلانه رقابت سره لا پیاوړی کړي. همدارنګه، د سولري تختو د خپلواکې او معیاري ازموینې د زمینې په برابرېدو سره به د بازار د انحصار د مخنیوي، د غیرشفافو معاملاتو او احتمالي فساد د فرصتونو د محدودولو او ټولو وړ شرکتونو ته د مساوي فرصتونو د رامنځته کولو زمینه برابره شي. په دې توګه به د سولري تجهیزاتو بازار د سالم، شفاف او اصولي رقابت پر لور سوق شي او د شرکتونو ارزونه او انتخاب به د کیفیت، اعتبار او تخنیکي معیارونو پر بنسټ ترسره شي.
د دې لابراتوار جوړول د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د تخنیکي ظرفیتونو د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام دی، چې له مخې به یې د سولري تجهیزاتو د کیفیت کنټرول، د تدارکاتو د تخنیکي ارزونې او د کلیوالي اوبو رسولو پروژو د اغېزمنتیا او دوامدار فعالیت لپاره لا اغېزمنه زمینه برابره شي.
