د هلمند ولایت کجکي ولسوالۍ کې د درېو پروژو عملې چاري پیل شوي

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د (۷۶) ميليونه افغانيو په لګښت د دريو پروژو لکه دابغول کلي د اوبو لګولو د (۸) کیلومتره کانال ، دشیري د (۳۰) کیلومتره او د سفید حصار د (۸.۸) کیلومتره جغلي سړکونو جوړولو عملي چاري د یولړ مراسیمو په ترڅ کې رسماً پیل شوې.
په يادو مراسمو کې د کلیو د بيارغوني او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب او ورسره مل پلاوي، د هلمند ولایت امنیه قومندانۍ قومندان حاجي ملا امين الله زوبیر صاحب ،د کلیو د بیارغونې اوپراختیا رئیس ملا محمود ثاني صاحب د کجکی ولسوالۍ مسؤلینو او دیادو سیمو علماء کرامو، سپین ږیرو مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.
په دغه غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب وینا وکړه او وويل چې د کلیو د بیا رغوني او پراختیا وزارت د متوازن انکشاف لپاره ژمن دی او د خپلو امکاناتو په نظرکی نیولو سره د پروژو تطبيق د هیواد لېرو پرتو سيمو ته جاری ساتلی دی، همدرانګه یې د ځایي اوسیدونکو څخه وغوښتل چې دپروژو څخه د ګټي اخيستني په صورت کې جدی مراقبت وکړئ.
ديادو پروژو د کار په جریان کي به سلګونه تنه کاريګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړيدو سره به يې د نوموړيو سیمو د اوسیدونکو ستونزی تر يوحده حل شي.
د يادونې وړده چې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت په پام کې لري د هلمند ولایت په ټولو ولسواليو او په خاصه توګه بيا په هغو ولسواليو کې چې د کار کولو په کې ډېره اړتياوي خپل خدمات وړاندي کوي.