په ننګرهار کې د څه د پاسه د۳۰۰ میلونه افغانیو په لګښت د ۲۳ پروژو چارې بشپړې شوي او د ۴۱ پروژو چارې روانې دي

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۴ - ۱۰:۱۸
ننگرهار

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسی تړون پروګرام له لارې د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د اوبورسولو، کانکړیټي سړکونو، کاریزونو ، ښوونځیو او د ۴۱ پروژو چارې روانې دي چې پکې څه د پاسه ۳ کیلومتره د خرم کلی کانکریټي سړک، د ۳۳۲ متره د سلام پور استنادي دیوال ، خلکو ته د څښاک اوبو رسولو ۴ شبکې، ۳۰۰ د څښاک اوبو څاګانې ، ۱۷ ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړیدل د سیدودوې او سورچ کلیو کاریزونه او یوشمیر نورې پروژې شاملي دی چې په بشپړیدو سره به یې په بیلابیلو برخو کې زرګونو کورنیو ته اسانتیاوې برابرې شي . دغه راز په یاده ولسوالۍ کی د او بو رسولو د شبکو ، څښاک اوبو څاګانو، کانکریټي سړکونو ، بولډروال او د ولسی تړون پروګرام د پروژو په ګدون ۲۳ پروژې بشپړې شوې دي .

سزبیره پر دې په یاده ولسوالۍ کی د کلیوالي صنعتونود پیاوړتیا ملي پروګرام له لوری د میرمنو ظرفیت لوړونې او اقتصادي وړتیا د لوړولو په موخه د سپما ۳۳۷ واړه ګروپونه چې ۲۹۲ یې د ښځینه وو او ۱۴ نارینه دي جوړشوي چې کلیوال او کلیوالې میرمنې د کوچنیو کاربارونو د ترسره کولو وړتیا پیداکړي.

همدا راز په یاده ولسوالۍ کی د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست ترچتر لاندې  د خوړو د نړیوال پروګرام له لوري ۱۵۰۰ کورنیو ته دوه ځلې خوراکي مواد ویشل شوي او د کرونا ناروغۍ په اړه د برک همکارې موسسې له لوري ۹۳ شوراګانو ته د کرونا ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی ترسره شوی دی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

کار ساخت یک پل در ولایت زابل آغاز شد

کار ساخت یک پل به طول (۴۰) متر در قریه جعفر علی خیل ولسوالی شاجوی ولایت زابل به مصرف (۱۷٫۵) میلیون افغانی توسط محترم الحاج مولوی عبدالرحمن حلیم معین مالی و اداری وزارت احیاء و انکشاف. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

کار ساخت (۲،۰۸۹) کیلو مترسرک جغل‌ فرش در مربوطات ولسوالی علیشنگ ولایت لغمان آغاز شد

کار ساخت  (۲،۰۸۹)  کیلو متر سرک جغل‌ فرش از منطقه واینگل الی اولیا بالای ولسوالی علیشنگ ولایت لغمان به مصرف حدود (۲۰) میلیون افغانی توسط محترم الحاج محمد ارسلاح خروتی معین امور آبادی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

معین امور آبادی دهات وزارت احیاء و انکشاف دهات از روند کار پروژه ‌های انکشافی در ننگرهار نظارت نمود

محترم الحاج محمد ارسلاح خروتی، معین امور آبادی دهات وزارت احیاء و انکشاف دهات، در جریان سفر کاری خود به ولایت ننگرهار، از روند کار شبکه آبرسانی در شهرک مهاجرین عودت‌کننده این ولایت و. . .

BACK TO NEWS