د ننګرهار ولایت د تورخم سیمې عمري کمپ کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۸:۴۷
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د ننګرهار ولایت د تورخم سیمې په عمري کمپ کې د شاوخوا (۱۱) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ کې د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا پيل شوې.

د دې شبکې د پیل په پار جوړ شوې مراسیمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، مل پلاوي، د ننګرهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئيس مولوي قسمت الله مبارز،  د عمرې کمپ مسؤول محمد هاشم میوندوال او د مهاجرینو د کميټې یو شمیر غړو ګډون کړی وو.

په یاده شبکه کې د (۱۰۰) مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د (۱۰۰۰) متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو دوو ذخیرو جوړول، د (۴۰۰۰) مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د (۲۸) سولر تختو او (۲۶) شیردهنونو نښلول شامل دي.

د یادې شبکې د کار په جریان کې به لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې د نوموړي کمپ (۱۰۰۰۰۰) تنه کډوال د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازي او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازي ډاکټر تاج الدین  او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د (UNDP) دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د (UNDP) دفتر له رئیس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د (UNDP. . .

BACK TO NEWS