د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست وزیر له خوا د واخان جغلي سړک د دوهم فاز د جوړولو قرارداد لاسلیک شو

د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې له بروغیل څخه تر بزهای ګنبد پورې د جغلي سړک د دوهم فاز د جوړولو قرارداد نن د یوې غونډې په ترڅ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د افغان صداقت شرکت سره په داسې حال کې چې د رسنیو استازو هم ګډون درلود، د دغه وزارت د کنفرانسونو په تالار کې لاسلیک شو.
د غونډې په پیل کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د یاد سړک د اهمیت او ارزښت په اړه وینا وکړه او وویل: دا چې یادې سیمې ته هیڅ پاملرنه نه وه شوې او اوسیدونکي يې له ټولو اسانتیاوو څخه بې برخې پاتې شوي نو اسلامي امارت په دې سیمه کې د سړک جوړولو تکل وکړ چې له نیکه مرغه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په هلو ځلو د دغه سړک د لومړي فاز چارې د چین هېواد تر صفري نقطې رسیدلی او یوازې ساختماني چارې یې د هوا د سړیدو له کبله ځنډیدلي چې د هوا په ښه کیدو سره به يې چارې بیاځلې پيل شي.
دغه راز محترم وزیر صاحب خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه چې نن د خوښي ځای ده چې د دغه سړک د دوهم فاز د جوړولو د قرارداد لاسلیک کولو شاهدان یو او چارې به یې ډیر ژر په رسمي بڼه پیل شي او دغه سړک به د هېوادوالو لپاره د تګ را تګ اسانتیاوې برابرې او په راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو لپاره په ټرانزیټي لاره بدله او اقتصادي ارزښت ولري.
یاد سړک (۷۱) کیلومتره اوږدوالی، شاوخوا (۸) متره سور او د (۱۴۳) میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي چې د کار په جریان کې به يې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې واخان په یوه سوداګریزه لاره بدله شي.
د غونډې په پای کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د ژورنالیستانو پوښتنو ته ځوابونه وویل او غونډه د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسېده.