په میدان وردګ کې د ١.٣ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو یو کانال بشپړ شو

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۴:۲۴
په میدان وردګ کې د ١.٣ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو یو کانال بشپړ شو

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ په درې مسجد سیمه کې د ١.٣ میلیونو افغانیو په ارزښت د کرنیزو ځمکو خړوبولو په موخه د ٨٠ مترو په اوږد والي یو کانال او درې کوچني سربندونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د یادې پروژې پر مهال تخنیکي اوناتخنیکي کارکوونکو ته ١٠٦٦ کاري ورځې رامنځته شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې له دې پروژې به په راتلونکې کې ٤٠٠ جریبه کرنیزه ځمکه په منظم ډول خړوبه شي، او د سیمې د اوسیدونکو په کرنیزو محصولاتو کې به پام وړ مثبت بدلون راولي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS