د لمریزې برښنا کڅوړې څخه د یو تن ګټې اخیستونکې کیسه-۲

sangin_admin
SucessStoryImg2

د وضعیت بیان:

د نونیاز کلی د کابل په ۱۵ کیلومیټرۍ کې د چهاراسیاب ولسوالۍ اړوند یو کلی دی چې نفوس یې ۵۴۰ تنو ته رسېږي.
د دې کلي ۵۰ سلنه نفوس ښځې تشکیلوي چې ډېری یې له زده کړو، روزنې، تفریح او عامه پوهاوي څخه محرومې دي.

د نونیاز کلي یو تن کونډه ساجده چې د کورنۍ سرپرستي په غاړه لري داسې وايي: زه د پنځو اولادونو مور د دې کلي بېوزله او فقیره اوسیدونکې وم، د کورني عوایدو سرچینه مې له خیاطۍ، لاسې ګنډلو او لبنیاتو چې له مالدارۍ څخه په لاس راځي وو  په تېر کې د یخچال نشتون له امله مې شیدې او ماستې زر له منځه تللې چې له دې امله مې په ټيټه بیه پلورلې چې حتا زما د څارویو خوراکي توکو بیه یې هم نه پوره کوله او همدارنګه د برښنا نشتون مې خیاطي کې ځنډ رامنځته کړی و چې زړه یې را  سوړ کړی وه.
په دې وروستیو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د افغانستان لپاره د دومداره انرژي پروګرام او د اسیا پرمختیایي بانک له لوري موږ ته په لوړ کیفیت د لمریزې برېښنا کڅوړې راکړل شوې چې یوه لمریزې کڅوړه (۲ تختې سولر،بطرۍ، یخچال، تلویزیون، بادپکی، او لاسي څراغ) لري چې ستر تغیر یې زموږ په ورځیني ژوند کې رامنځته کړ، اوس موږ خپل خواړه د اوږد مهال لپاره ساتلی شو، کورني کارونو کې مې اسانتیاوې راته رامنځته شوې په پخلنځي کې د شپې له خوا رڼا ته کار کوم خواړه مو صحي شول ماشومان مې له هر ډول مالوماتو څخه برخمن شول پوهاوی یې لوړ او اولادونه مې محفوظ شول معیوب زوی مې چې د برېښنا نشتون کې زه او زما  نور اولادونه به یې ځورولو اوس د برېښنا شتون کې تلویزیوني پروګرامونو لیدلو باندې بوخت دی کورنۍ عایدات مې ښه شوي یوازې زما نه بلکې د ټول نونیاز کلي اوسیدونکي خوشحاله دي.هیله مې دا ده چې د لمریزې برښنا کڅوړو وېش همداسې دوام پیدا کړي او نور وګړي هم زما په څیر خپل ژوند کې ارام او اسوده شي.

sucessstory2Aserd