نونیاز په کلي کې لمریزې برښنا کڅوړې څخه د یو تن ګټه اخېستونکي کیسه

mrrd_admin
SucessStoryImg

د وضعیت بیان

نونیاز کلی د کابل چهارآسیاب ولسوالۍ کې چې له ښار څخه ۱۵ کیلومتره وړاندې پروت دی د اوسیدونکې اقتصادي ژوند یې خورا ډیر کمزوی ده. چي د مهم او بنیادي خدمتونو او آسانتیاو څخه بی برخې پاتې ده. برښنا هغه نعمت چې د دې کلي د نوی نسل لپاره د خبرتیا او اطلاعاتو یو ضروري فکتور دی تر دې مهاله په کښې شتون نه درلود او د نونیاز اوسیدونکو د یویشتمې پیړۍ شپې هم ګازي څراغونو او د تیلو لاټینونو ته تیرولې.

پدې وروستیو کې د کلیو پراختیا وزارت پایداره انرژۍ پروګرام له لارې د آسیا پرمختیایي بانک په مالي ملاتړ د نونیاز کلي اوسیدونکو ته د برښنا ځانګړې کڅوړي ورکړل شوې.

د کلیو بیارغوني او پراختیا وزارت د پایداره انرژۍ پروګرام یو تن کارکوونکې میرمن لطیفه نونیاز کلي ته ورغلې او هلته یې له لمریزې برښنا کڅوړې څخه د یو تن ګټه اخېستونکي (کونډې میرمنې اختر بي بي) سره مرکه کړې چې د مرکې متن په لاندې ډول ده:

 اختر بي بي: زه د اتو ماشومانو مور یم او خاوند مې مړ شوی مخکې له دې چې د کلیو پراختیا وزارت او آسیا پرمختیایي بانک مونږ ته د برښنا کڅوړې راکړي ژوند مو ډیر ګران وو، د رڼا لپاره مو ګاز، تیل او ډیوو او زاړه څراغونو څخه کار اخیسته. نه یواځې چې ګران پریوته بلکه سترګو او تنفسي سیستم ته مو ضرر رساوه، ماشومان د شپې لخوا تشناب ته نه تلل ځکه رڼا نه وه او د یرې احساس یې کاوه، شپې لخوا کورنۍ وظیفه، مطالعه خو هیڅ نه کیده او د هیواد او نړۍ له حالاتو څخه اصلاْ نه وو خبر. له مالدارۍ څخه مو چې کوم توکي لاس ته راوړل په اوړي کې د تودوخې له وجې خرابیدل او د ساتلو کومه وسیله مو نه درلوده.

خو اوس د برښنایي کڅوړو په درلودو سره ژوند مو مکمل نوې پاڼه پرانیسته تلویزیون له لارې صحي، تفریحي، سپورتي، خپرونې ګورو او پدې پوه شوو چې نړې څه کوي او مونږ ته څه پکار دي. پخلنځي کې ډیر په آسانتیا سره رڼا ته کار کوم، زه او ماشومان مې ډیر خوښ یو     

د کلیو پراختیا وزارت او آسیا پرمختیایي بانک څخه ډیره مننه کوم چې زمونږ تیاره ژوند یې روښانه کړ.

SStoryImg