په ننګرهار کې د ۶۶۷ متره اوږد کانکریټي سړک د جوړولو کار روان دی
په ننګرهار ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د کانکریټي سړک د جوړولو کار ۸۵ سلنه مخ ته تللی دی. د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د کوټ ولسوالۍ په ټوکني نوآباد کلي کې له معیارونو سره سم د ۶۶۷ مترو په اوږدوالي کانکریټي سړک د جوړیدو په حال کې دی.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۲۶۴۶ کاري ورځې رامنځته کیږي او په بشپړیدو به یې ۲۸۰۰ ځايي اوسیدونکي ترې په مستقیم ډول ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې له لارې به هلته نه یواځې د سیمې د اوسیدونکو د تګ او راتګ بلکې مارکیټونو ته د ځايي بزګرانو د کرهڼیزو توکیو د لیږد را لیږد په برخه کې به هم آسانتیاوې رامنځته کړي.
