د ( چهار شنبه علمي) اتم سیمینار د « غذايي امنیت او پر کلیوالي پرمختیا یې اغیز» تر سرلیک لاندې تر سره شو

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۳ - ۱۴:۵۲
برگزاری هشت‌مین سمینار چهارشنبه علمی تحت عنوان «امنیت غذایی و تاثیر آن بر توسعه دهات»

د افغانستان د کلیو پراختیا انسټیټیوټ د «چهار شنبه علمي» اتم سیمینار د « غذايي امنیت او پر کلیوالي پرمختیا یې اغیز» تر سرلیک لاندې د کب پر ۲۷مه نیټه په انلاین بڼه د تغذي د کارپوه د ډاکټر محمد همایون لودین په وینا سره پیل شو چې د وزارت ۶۰ تنو مرکزي کارکوونکو په کې برخه واخسته.

ښاغلي لودین د خپل پریزینټیشن په ترڅ کې تغذیې، د خوراک د څرنګوالي او د کلیو د پراختیا په موخه د خوارځواکۍ د مخنیوي په اړه خبرې وکړې او ویې ویل« تغذیه یوازې د روغتیا یوه برخه نه ده بلکې د ټولنې او فرد د روغتیا بنسټیز توکی دی کله چې یو تن اړینه تغذیه ونه لري او خوارځواکۍ وهلی وي کلي او خپل ژوندانه ته ګټور نه پریوځي، نو د روغتیا لپاره په خوراکي رژیم کې رنګا رنګي راوستل ګټوره چاره بلل کیږي»

ډاکټر لودین وویل چې د ژوندانه لومړۍ ۱۰۰۰ ورځې د زرینو ورځو یا د فرصتونو د دریڅې په نامه یادیږي چې په دې وخت کې د مور او ماشوم تغذیه د کس د راتلونکي ژوند ضمانت کوي او د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په کلیو کې د دې ۱۰۰۰ زرینو ورځو د پوهاوي په پایله کې د خلکو په ژوندانه کې ګټور بدلون راوستی شي.

د سیمینار په پای کې د وزارت مشرتابه ډاکټر لودین د مننې په لوحه ولمانځه او د هغه د همکارۍ مننه یې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS