د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر د هند هېواد له سفیر سره د ۱،۵ ميليونه ډالرو په ارزښت د درو پرمختیایي پروژو هوکړه لیک لاسلیک کړ

mrrd_admin
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۲۴ - ۱۰:۱۸
indAfgProPic

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اجرایه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په حضور کې د هند هېواد له سفیر ویني کمار سره د درو پرمختیایي پروژو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر ددې درو پرمختیايي پروژو په اړه وویل، چې یوه یې په بادغیس کې د اوبو رسولو کانال دی، چې ۲۴۳۹ متره اوږدوالی لري او ۱۳۵۱ جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبوي، د دې ترڅنګ په دې پروژه کې د ۲۷۸ متره محافظوي دیوال جوړول هم شامل دي، چې ۸۵ جریبه کرنیزه ځمکه به د سیلابونو له خطره خوندي کړې، دوهمه پروژه هم د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې د استنادي دیوال جوړول دي او درېیمه هغه یې د کابل ولایت په پلچرخي سېمه کې ۲۷۱۰ متره سړک جوړول دي، چې په دې ټولو پروژو ۱،۵ ميليونه ډالره لګښت کېږي او د دوست هېواد هندوستان لخوا ورکول کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د یونیسف دفتر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۵۱
Background image

د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو روزنیز ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

BACK TO NEWS