په لوګر کې د څه باندې ۳ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د کاریز د جوړولو کار بشپړ شو

mrrd-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۸
په لوګر کې د څه باندې ۳ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د کاریز د جوړولو کار بشپړ شو

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د لوګر ولایت ولایت د مرکز پُل علم په نوآباد قلعه زرداد کلي کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو پوخ کاریز، د اوبو پوخ زیرمتون او ځمکو ته د اوبو رسوونکی پوخ کانال جوړ شویدی.

د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۱۸۰۷ کاري ورځې رامنځته شوي چې د سیمې ۱۸۹۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو نه یواځې د سیمې د بزګرانو کرنیزې ځمکې د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راغلي بلکې دغو ځمکو ته د اوبو د رسیدو په لار کې د اوبو د بې ځایه ضایع کیدو مخه هم نوره نیول شویده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS