تېر مالي کال کې ۲۳۹۱ پروژې په ټول افغانستان کې تطبیق شوي دي

mrrd-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۴ - ۱۵:۹
Approximately 2391 development projects have been implemented within current fiscal year across the country

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر نن شنبه د حکومت د رسنیو مرکز کې د یوې خبري ناستې پرمهال د تېر مالي کال په جریان کې د ترسره شویو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه د رسنیو له لارې ولس ته حساب ورکړ.

پوهندوی مجیب الرحمن کریمي وویل، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له ‏لوري د تېر مالي کال په اوږدو کې په ټول هېواد کې ۲۳۹۱ پرمختیایي پروژې پلي شوې، چې په کاري بهیر کې ۳،۴ ميلیونه کاري ‏ورځې درنو هېوادوالو ته برابرې کړې او ۳،۵ ميلیونه خلک له دې پروژو څخه ګټه اخلي.‏

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، په ټول هېواد کې د ۸۱۰۵ نورو پرمختیایي پروژو چارې روانې دي، چې تر بشپړیدو پورې به ۱۱ ميلیونه کاري ورځې ایجاد او ۱۰،۳ ميلیونه هېوادوالو ته به اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي کریمي زیاته کړه، د کرونا وبا او ځينو ستونزو سره سره وزارت په دې وتوانید چې د ۱۳۹۹ مالي کال په پیل کې ۲۵ ‏ميلیارده افغانۍ ترلاسه کړې کلنۍ بودیجه ټوله په انډولیزه بڼه مصرف او د کال په نیمایي کې ۵ میلیارده افغانۍ نوره بودیجه ترلاسه کړي، ‏چې له هغې جملې هم نیږدې دووه میلیارده افغانۍ مصرف شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر معرفي شو

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پربنسټ الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر په توګه ټاکل شوی وو، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

BACK TO NEWS