په کندز او نورستان ولایتونو کې د دوو ښونځيو ودانۍ جوړې شوې

content_manager
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۷ - ۱۰:۱۸
تکمیل کار ساخت دو باب مکتب در ولایات کندز و نورستان

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرا پروژې له خوا د نورستان د واما ولسوالۍ په کامګل کلي او د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ په چهارتوت کلي کې د دوو ښوونځيو ودانۍ بشپړې شوي او د ننګرهار ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ په ګار میلای کلي او د همدغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ په کاسي کلي کې د دوو نورو ښوونځيو د جوړیدو کار پای ته نږدې شوې دی.

دا ښوونځي ۶ یا ۸ ټولګي، تشنابونه او د څښاک د اوبو څاه ګانې لري او د دې پروژې په ترڅ کې نږدې ۱۲ زره کاري ورځې رامنځ ته شوي.

یاده دې وي چې د جوړو شویو ښوونځيو په ګټې اخیستنې سره ۲۴۶ زده کوونکو ته د زده کړې وړ چاپیریال رامنځ ته شو او ۴۴۰ تنه نور به د جوړیدونکو ښوونځيو له ګټې برخمن شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۳۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ټکنالوژۍ پارک څخه لیدنه وکړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د آبادۍ چارو محترم معین الحاج محمد ارسلاح خروټي نن وروسته له غرمې په داسې حال کې چې د سرک جوړونې رئیس مولوي فضل الرحمن عاصم، د کلیوالي پراختیا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۳:۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیکا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیکا ولایت له والي الحاج ملا عبدالخالق عابد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۱۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د سمنګان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د سمنګان ولایت له والي داملا محمد شعیب رسالت سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS