په زابل کې د اوبو لګولو کاریز د جوړولو د بنسټ ډبره کیښودل شوه

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱ - ۱۴:۱۹
په زابل کې د اوبو لګولو کاریز د جوړولو د بنسټ ډبره کیښودل شوه

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د زابل ولایت په مرکز پورې اړونده سیمه ناصرانو کلي کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د کاریز څاه ګانې او د ۱۱۰۰ مترو په اوږدوالي کروندو ته د اوبو رسوونکی کانال جوړیږي.

د دغې پروژې د تطبیق پر مهال به ۹۰۶ کاري ورځې رامنځته شي او ځايي ۲۱۰ اوسیدونکي به نیغ په نیغه ترې ګټه پورته کړي. دغه پروژه به په سیمه کې جریبونه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راولي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS