لوګر ولایت کې د اوبو لګولو د کاریز د جوړولو کار روان دی

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱/۲۷ - ۱۹:۲۴
لوگر

د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالي په لنډي کلي کې د اوبو لګولو د کانال د پروژې کار ۶۵ سلنه مخ ته تللی دی.

د دغې پروژې په لړ کې چې له ملي بودیجې تمویل شوې په یاد کلي کې د ۱۹۰ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو د کاریز کانال او د کاریز ۳۰ څاه ګانې په پاخه ډول جوړیږي.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۳۴۶۹ کاري ورځې رامنځته کیږي چې په بشپړیدو به یې د سیمې ۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي او ۲۰۶۵ ځايي اوسیدونکي به ترې ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS