په ننګرهار کې د ۱۳،۵ میلونه افغانیو په لګښت د ۹ پرمختیايي پروژو د بنسټ ډبرې کیښودل شوې

Ehsan_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۰ - ۱۳:۳۲
ننگرهار

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام (CCNPP)  اود ساتنې څارنې نغدي وجهې پروګرام ( MCCG) له لوري د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ۹ پرمختیایي پروژو د بنسټ ډبرې کیښودل شوې. پدې پروژو کې د څښاک اوبو ۲۴ څاګانې ،۲۰۸ متره استنادي دیوالونه ، کلیوالي سړکونه ، پلچکونه او د کوڅو او ویالو پخول شامل دي چې له دې ټولګې د ۴،۵ میلونه افغانیو په لګښت د MCCG دوه پروژې او د ۹ میلونه افغانیو په لګښت د ولسي تړون ۷ پروژې شاملې دي چی د یادو پروژو په تطبیق کې لس سلنه ولسي ونډه هم شامله ده .
د غه پروژې د چپرهار ولسوالۍ په کنډيباغ ، چهاردهي، برې چینې، زاري خیلو او یوشمیر نورو کلیو کې پلي کیږي چې نږدې ۲۰۰۰ کورنۍ به ورڅخه په مستقیم ډول ګټه پورته کړي او په ۸ میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS