په ننګرهار ولایت کې د لسګونو پروژو کارونه روان دي
د ننګرهارپه بټی کوټ ولسوالۍ کې د نږدې ۱۱۲ مییلونه افغانیو په لګښت د ۲۳ پروژو چارې جریان لري چی په یادو پروژو کې د اقراء برنامې له لوري د ۱۷ ښوونځیو لپاره ودانۍ ، درې د اوبو رسولو سولري شبکې ، دوه کاریزونه او ۲۴ د اوبو څاګانې شاملې دي.
سربیره د منځ چهاردهي په سیمه کې د ۱۶میلونه افغانیو په لګښت د ۱۲۶۰ مترو په اوږدوالي د یوه استنادي دیوال د جوړیدو هوکړه لیک لاسلیک شوي اود ۷۵ چک ډیمونو سروې ترسره شوې ده .
همدارنګه د WHH موسسې له لوري په ډاګ کلي د اوبو رسولو د یوې شبکې سروي، او د خوړو د نړیوال پروګرام WFP لخوا ۱۵۰۰ کورنیو سره د خوراکی توکیو د مرستې په موخه سروې ترسره شوې ده او ۶۹ شوراګانې د ټولنې پرمټ ولاړې حفظ الصحې پروګرام CLTS ترپوښښ لاندې راغلي دي.
