په سرپل کې د څه باندې ۱.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د یو کانال کار بشپړ شو
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د څه باندې ۱.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د یو کانال او د هغه د محافظوي دیوال د جوړولو کار د سرپل ولایت د مرکز اړوند د کورک ازبکیه کلي د پراختیایي شورا له خوا بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه کانال ۱۰ حقابې لري او د محافظوي دیوال اوږدوالی یې ۱۷ متره او لوړوالی یې ۳ متره دي چې ۲۷۷ کورنۍ ترینه ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې د نوموړي کانال په ګټې اخیستنې سره د کلیوالو ۲۵۰ جریبه ځمکه خړوبیړي او د اوبو د زیاتوالي په موسم کې د سیلابونو له ګواښ څخه ژغورل کیږي.
