په لوګر ولایت کې د نږدې یو میلیونه افغانیو په ارزښت د کاریز د پروژې کار به ژر بشپړ شي
د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د نږدې ۱ میلیونه افغانیو په ارزښت په لوګر ولایت کې د اوبو لګولو د کاریز د پروژې کار ۷۵ سلنه مخ ته تللی چې له ټاکلي مهال ویش سره سم به بشپړه شي. د دغې پروژې په لړ کې د یاد ولایت د محمدآغې ولسوالي په سورلنډي کلي کې د کاریز څاه ګانې او د ۱۳۱۰ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو کانال په پاخه ډول جویږي.
د دغې پروژې د تطبیق بهیر پر مهال ۱۱۵۰ کاري ورځې رامنځته کیږي چې له بشپړیدو وروسته به سیمې ۲۹۴ کسه ترې ګټه اخلي او ۷۰ جریبه کرنیزه ځمکه به د اوبو کولو تر منظم پوښښ لاندې راشي.
