په کندهار کې د څه باندې ۶ ميليونه افغانيو په ارزښت د کاريز او کانال پروژه بشپړه شوه

Ehsan_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱ - ۱۴:۳۵
کندهار

د کليو د بيا رغونې او پرمختيا وزارت د سيمه ييز پروګرام تر څار لاندې د څه باندې ۶ ميليونه افغانيو په ارزښت د کندهار ولايت د تخته پل ولسوالي په حاجي شير کلي کې د اوبو لګولو د ۷۲۲ متره کانال، کاريز، بند او زيرمتون د جوړولو پروژه بشپړه شوه.
د دغې پروژې د تطبيق پر مهال ۳۸۳۱ کاري ورځې رامنځته شوي او د سيمې ۱۰۵۰ اوسيدونکي ترې ګټه پورته کوي.
ياده پروژې چې له ملي بوديجې تمويل  شوې د سيمې ۲۵۰ جريبه کرنيزه ځمکه يې د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راوستې چې پدې توګه به د ځايي بزګرانو د حاصلاتو د لوړيدو له لارې د دوي د اقتصادي اړخ د غوړيدا په برخه کې ګټوره پريوځي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS