په کونړ کې د ۲.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲.۵ متره فرعي سرک د جوړولو کار روان دی.

mrrd-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۹ - ۱۴:۱
په کونړ کې د ۲.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲.۵ متره فرعي سرک د جوړولو کار روان دی.

د کونړولایت نرنګ ولسوالۍ اړوند د کوزړۍ کلي پراختيايي شورا له پاره د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د ۲.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲.۵ کيلو متره فرعي سرک جوړول منظور شوي، د دې سرک په جوړېدو سره به نږدې ۱۵۰ کورنیو ته د تګ راتګ اسانتياوې برابرې شې. او ځايي ماهرو او غيرو ماهرو کاریګرو ته به ۵۳۲۵ کاري ورځې رامنځته شي.

د يادونې وړ ده چې په نرنګ ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د فرعي سرکونو جوړولو، څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي، لمريزې برېښنا او اوبو لګونې په سکتورونو کې ۵۷ پروژې روانې دي، چې ګڼ شمېر يې بشپړې شوي او پاتې نورې به يې په نږدې راتلونکې کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS