په کونړ ولایت کې د ۱۷،۳۶ میلیونه افغانیو په مالی لګښت د څښلو د صحي اوبو د ۸ پروژو قراردادونه لاسلیک شول
د کلیو بيا رغوونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اوبو رسونې ملی برنامې له لارې د کونړ ولايت په مرکز اسعد اباد،وټپور ،څوکۍ ،خاص کنړ ،چپه دره ،شیګل مرورې او اسمار ولسوالیو کې د لمریزې برېښنا پرمټ د اوبو رسونې اته شبکو قراردادونه د کلیوالي پرمختيايی شوراګانو او د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس له خوا لا سلیک شول.
چې په ټوله کې به د ۷۵۰ کورنیو او ۱۰۰۰ زده کوونکو او د کلینیکونو مراجعینو لپاره د څښاک پاکې اوبه چمتو شي.
