په کونړ ولایت کې د څښاک د اوبو دوې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ الصحې پروګرام له لوري د کنړ ولایت د مرکز اسعدآباد اړوند هجرت کلي او د وټهپورې ولسوالۍ اړوند شینګام کلیو کې د نږدې ۴.۷ میلیونه افغانیو په لګښت چې د یونیسیف ادارې له خوا ورکړل شو د اوبو رسولو دوې لمریزې شبکې جوړې او د ځايي خلکو ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د څښاک د اوبو د یادو شویو شبکو په جوړېدو سره د څه باندې ۸۰ کورنیو، یوه ښوونځي، یوې مدرسې او یوه جومات د خلکو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
د اوبو رسولو یادې شوې شبکې، چې په لمریزو ښيښو (سولرونو) او نورو اړینو وسایلو سمبال دي، د لمر د انرژۍ پرمټ کار کوي او د خلکو تر کورونو د څښاک اوبه په نلونو کې ور رسوي.
د پروژو د جوړولو چارو دغه راز د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۲۵۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې وې.
