په کندهار کې د اوبو لګولو د ۴۲۱ متره اوږد کانال کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو همغږۍ دفتر له خوا د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په شاهین اولیا کلي کې د ۱۸۹ متره ډبرین او ۲۳۲ متره کانکریټي کانال کار ۸۵ سلنه مخکې تللی.
د دې پروژې په ترڅ کې زرګونه کاري ورځې رامنځ ته شوي او تر بشپړتیا وروسته به یې ۴ زره سیمه ییز وګړي له ګټو برخمن شي.
یاده دې وي چې د دې کانال په جوړیدو سره به ۲۷۸۹ جریبه کرنیزه ځمکه او د سیمې باغونه د اوبو لګولو تر منځ پوښښ لاندې راشي.
