په کاپیسا کې د ۳۰۰ متره استنادي دیوال د جوړولو کارپیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له خوا د کاپیسا ولایت د مرکز په سرورخیلو کلي کې د پنجشیر سیند پر غاړو د ۳۰۰ متره استنادي دیوال د جوړولو کار پیل شو.
دا پروژه به د ۱۸ میاشتو په اوږدو کې تطبیق شي او په بشپړتیا سره به یې سلګونه د اوسیدو کورونه، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او میوه لرونکې او نا میوه لرونکې ونې د موسمي سیلابونو له ګواښه خوندي شي.