په کابل کې ۲۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه چمتو شوې

mrrd-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۷ - ۱۱:۲۰
په کابل کې ۲۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه چمتو شوې

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د ډاکار موسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ د کابل ښار د ۱۹مې ناحیې په رستم کلي کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړولو سره ۲۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې او صحي اوبه چمتو شوې.

دا شبکه ۷.۰۸۰ کیلو متره اوږدوالی لري او یوه ژوره څاه، ۸۸ نلکې، د ۲۰ متره مکعبو په کچه یوه هسکه د اوبو زیرمه او ۵۰ سولري ښیښې یې برخې دي. د دې پروژې په ترڅ کې لسګونو تخنیکي او نا تخنیکي کارګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS