په پکتیا کې د ۴.۱ یو میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه پله د جوړیدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو .

mrrd_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Construction of a car Way Bridge worth 4 million Afghanis completed in Paktia province

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د پکتیا ولایت د احمد آبا ولسوالۍ اړوند د سره کلا د پراختيايي شورا لخوا د څه باندې ۴.۱ میلیونه افغانیو په لګښت د څه باندې ۱۴،۳ مترو په اوږدوالي د ګاډو د تګ راتګ د یوه پله د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د دې پله په جوړیدو سره څو کلي یو تر بله او د ولایت له مرکز ګردیز سره نښلول شویدي چې د پروژې د جوړیدو په بهیر کې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته ۴۵۵۶ کاري ورځې رامنځته شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS